د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوی وزیر شېخ شیر احمد حقاني کارکوونکو ته معرفي شو
نن چهارشنبه (۱۴۴۷ د ربیع الاول ۱۰) د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان په اساس د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره د نوي وزیر معرفي کولو غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شېخ نورالحق انور، د اطلاعاتو او کلتور مخکیني وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معينانو او د یو شمېر نورو ادارو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په جریان کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شېخ انور وویل: د اسلامي امارت مشرتابه ټاکنې له شریعي اصولو سره برابري دي، په اسلامي نظام کې مسؤلین ورسپارل شوې مسؤلیت ته د امانت په نظر ګوري او هر مسؤل کوښښ کوي چې خپل مسؤلیت په ښه او احسنه توګه ترسره کړي، اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل او له احکامو پیروي د نظام مهم اصل دی، چې په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې شېخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوي وزیر په توګه دغه وزارت ته وپېژندل شو.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي د شاوخوا څلورو کلونو په ترڅ کې د الحاج ملا خیرالله خیرخواه د ترسره کړو خدمتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکیني وزیر ښاغلي خیرخواه صاحب وویل: په تېرو شاوخوا څلورو کلونو موده کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، نوموړي نوي معرفي شوي وزیر ته د الله تعالی له دربار څخه په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د وزارت له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د چارو ښه ترسره کولو په موخه دې د تېر په څېر له نوي وزیر سره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر شېخ شیر احمد حقاني د ښاغلي خیرخواه صاحب لاسته راوړنې او هڅې وستایلې او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی، چې د اسلامي امارت ټول مسؤلین د ولس د خدمت په موخه د چارو ترسره کولو کې نیک نیت لري او دا مسؤلیت چې موږ ته سپارل شوی دی، یو لوی امانت دی، نوموړي د یاد وزارت په ټولو مسؤلینو او کارکوونکو غږ وکړ، چې د اصولو په رڼا کې به په بشپړه ایماندارۍ، صداقت او ژمنتیا سره ولس ته خدمت ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د لغمان ولایت مخکينی والي شېخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزیر په توګه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکینی وزیر الحاج ملا خیرﷲ خیرخواه د میدان وردګ ولایت د والي په توګه معرفي شوي دي.
