د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ختیځ زون له ویاندویانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۳۴
afgboy

نن سه شنبه( ۳۰ د صفر المظفر ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست تر چتر لاندې د ختیځ زون له ویاندویانو سره د همږغۍ غونډه په ننګرهار کې وشوه.
غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضیاء الحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، د علماؤ شورا استازو د زون د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو او ویاندویانو ګډون کړی وو.
په پیل کې اطلاعاتو د لاسرسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ولوستو او د غونډې په اړه یې معلومات وړاندې کړه.
ورپسې مرستیال والي مولوی سعید احمد بنوري وويل: ویاندویان د خپلو اړوندو ادارو ژبه ده، ولس اعتماد درباندې کړی، ستاسو خبر ته ارزښت ورکوي، پر حقائقو ولاړ راپور له رسنیو او ولس سره شریک کړئ، لویې لویې پروژې افتتاح کیږي، باید اړوند ویاندویان ښه رسنیز پوښښ ورکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو کفیل مولوي ضیاء الحق حقمل وویل: مسؤلین شپه او ورځ په خپلو مسؤلیتو اخته دي، باید معلومات پر ښه کیفیت جوړ او تر ولس ورسوو، نوموړي زياته کړه؛ خپلو منځو کې مشورې وکړئ، زموږ ټولو مسؤلیت دی، چې خپل مطبوعاتي ملګري د سالمو خبرونو خپرولو ته متوجه کړو.
ورپسې ویاندویانو خپل وړاندیزونه، پوښتنې او غوښتنې شریکي کړې، چې د حقمل صاحب له لورې د ټولو ویاندویانو غوښتنو او سوالونو ته جوابونه وویل شول.

۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل
۲۰۲۴/۹/۳ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

BACK TO NEWS