د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د یوناما له مرستیال مشر سره وکتل
نن پنج شنبه ۱۴۴۵/۶/۱ ه_ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د یو ناما له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.
مارکس پوتزل له وزیر صاحب څخه مننه وکړه چې د لېدنې زمینه سازي یې وکړه، نوموړي همدا راز د افغانستان د روان وضعیت، د روږدو د درملنې، د بزګرانو لپاره د بدیلو پروژو، بشري مرستو، د تعامل پر اهمیت او ګڼو نورو موضوعاتو له ښاغلي خیرخواه سره خبري وکړې.
ښاغلي پوتزل ډاډ ورکړ چې یوناما به د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلي مرستي جاري وساتي.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخواه صاحب د یوناما مرستیال مشر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان کې ډاډمن امنیت راغلی، ا.ا.ا د هیواد بیارغونې، ولس ته د هر ډول اسانتیاؤ په رامنځته کولو خپله ژمنتیا په عملي توګه ښودلې ده.
