د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د اورپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۲۰:۵۹
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د اروپايي ټولنې له ځانګړي سیاسي استازي توماس نیکلسن، د اروپايي ټولنې له سفیرې رافیلا یودېچه، د یادې ټولنې له ستر سلاکار جیني ګرین او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو له کبله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د روان وضعیت او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د هېواد د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې ژمنه يې وکړه.
ملا خیر الله خیرخواه همدارنګه له افغان رسنیو، رسنیزو بنسټونو او خبریالانو سره د اروپايي ټولنې د اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې توماس نیکلسن په دغه کتنه کې د کلتوري او تاریخي میراثونو د ساتنې، د بیان ازادۍ په ځانګړې توګه د رسنیزو تخطیو د څېړنې کمېسیون په تړاو خبرې وکړې او په دې تړاو يې د اسلامي امارت کړنې وستایلې.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د اروپايي ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې هڅې پیل کړې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند مفتي عبدالمتین (قانع)

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS