د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین د پنجشېر له والي صاحب سره وکتل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۲:۵۰
.....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه د حکم پر اساس د دغه وزارت اړوند د عامه کتابخانې د تعمیر او ځمکې د څارنې په موخه د ګرځندوی مالي او اداري چارو معین ښاغلي ملا سعدالدین سعید په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د پنجشېر ولایت له محترم والي صاحب او د اړونده ادارو له مسؤلينو سره وکتل.

د دغه کتابتون ساختمان په (٢٠٨٨) متره مربع مساحت کې د (۲۳) مليونو افغانيو په ارزښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې دغه تعمير پخوا د کرونا ویروس د مثبتو ناروغانو د درملنې په موخه په موقتي توګه د پنجشیر ولایت د مقام د ١٣٩٩/١/١٩ نېټه (۱۵۵) ګڼې د حکم پر بنسټ د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوی و، اوسمهال په یاده سیمه کې د ملي دفاع وزارت لخوا نظامي لیوا جوړه شوې ده، چې د عامه کتابتون د تعمير څخه د نظامي روغتون په توګه استفاده کېږي.

١٤٤٤٥/١/٣ هـ ق
۱۴۰۲/۴/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS