د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۳:۲۵
ضصیب

نن پنجشنبه د (۱۴۴۶ شعبان ۱۴ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال، د کار کوونکو د چارو رئیس مولوي نقیب الله نعمان او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بغلان ولایت د والي مولوي عبدالرحمان حقاني، مرستيال والي محمد همايون جهاديار او ددې ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي سره وکتل.
په پيل کې د بغلان والي ښاغلي حقاني په ياد ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست چارې وستايلې او زياته يې کړه چې د ځوانانو د فکري روزنې لپاره بايد کار وشي، رسنۍ او مطبوعات د ملت د عليا ګټو په خاطر استعمال کړو او هڅه دې وشي چې بغلان ولايت کې د سیلانیانو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
همدارنګه ښاغلي حقاني وویل، چې ولايت مقام په ټولو اړوندو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکار دی او ډاډ درکوو چې ټولو اړتياوو ته به یې پاملرنه کیږي.
ورپسې د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت الله جمال د بغلان ولایت له والي سره د خپل سفر موخې شریکې او د دوی د همکارۍ څخه یې مننه وکړه؛ همدارنګه ښاغلي جمال وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بغلان ولایت د تاريخي ابداتو ساتنې، د رسنيو د فعالیتونو غښتلي کولو او د ځوانانو د انسجام  لپاره  هڅه کوي او په اړوندو برخو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ درکوي.

2025/2/13 ز
۱۴۰۳/۱۱/۲۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS