د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین لغمان کې د ځوانانو لپاره ښوونیز مرکز پرانیست
تېره ورځ د ځوانانو چارو معین ښاغلي قاري یونس راشد لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په چوکاټ کې د پټۍ په پرې کولو سره د ځوانانو ښوونیز مرکز پرانیست، چې پر مهال یې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د یو شمېر نور ادارو رئیسانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود.
په دغه ښوونيز مرکز کې به د لغمان ځوانان د کمپیوتر د زده کړو ترڅنګ د انګلیسي ژبې، انټرنیټ او نورو برخو کـې وړیا زده کړې ترلاسه کوي.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش
