د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ ناسته ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه د دې وزارت په مقام کې د وزارت د رهبرۍ د غړو په شتون کې ترسره شوه.
ياده غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکښې د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ د ځینو مغرضو رسنیو له لورې د بې ځایه افواهاتو او نا کره او غیر مؤثقو معلومات پر خپرولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدا ډول له ټولو اړخونو څخه غوښتنه وشوه، چې د خبر رسولو برخه کې باید د ژورنالیزم اخلاق او رسنیز معیارونه په پام کې ونیول شي، هېڅوک باید داسي څه خپاره نه کړي، چې د مطبوعاتو د ملي او نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې وي.
۱۴۰۳/۱۱/۱۵ ل
۲۰۲۵/۲/۳ ز
