د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه
نن سه شنبه (۱۴۴۵/۴/۲هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د وزارت معینانو، رئیسانو او مسؤلینو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د تیري غونډې په تعقیب له اجنډا سره سم پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پرېکړي وشوې.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر صاحب او اداري معین صاحب د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو غونډې ته معلومات وړاندي کړه،
غونډه کې د فرهنګي سمینارونو د پرمختګ او ودي لپاره مهم تصامیم ونیول شول.
همدا راز د رسنېز ډګر پر ودي او پراختیا له مسؤلینو نظرونه واخیستل شوه.
ددې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند پراختیایي پروژو د تعقیب په تړاو خبرې وشوې.
غونډه په دُعا پای ته ورسیده
