د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین هرات ته سفر وکړ

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۸
یبلا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي احمدالله متقي سره وکتل.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یادې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د خپرونو چارو معين ته وړاندې کړ او د ياد رياست ستونزې او غوښتنې یې ورسره شریکې کړې.
مولوي مهاجر فراهي د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل: دا موضوعات به د حل په موخه د وزارت له مقام سره شریک کړي.
همداراز نوموړي د اتفاق اسلام ورځپاڼې د پیاوړتیا خبر ورکړ او ويې ویل: د وزارت په کچه هڅې روانې دي، ترڅو د دې ورځپاڼې کیفیت ښه شي او تیراژ یې زیات شي.
ښاغلي فراهي د خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: د ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو لپاره د سمینارونو په ترڅ کې پر دې ټینګار شوی، چې خبریالانو ته ځوابونه او پر وخت اطلاعات ورکړل شي.
په دې لیدنه کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې پراختيا، ولسوالیو ته د کتابتونونو جوړول، د بهرنیو ګرځندویانو لپاره د ځانګړي هوټل جوړول، د نړیوالو نندارتونونو د جوړولو اسانتیاوې برابرول او د تاریخي آبداتو لپاره د ځانګړي بودیجې ځانګړې کول له مهمو موضوعاتو څخه وو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له معین سره شریک شول.

۱۴۴۶/۷/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۰ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS