د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ګرشک کې عامه کتابتون پرانېستل شو
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په ګرشک ولسوالۍ کې د مطالعې دود د پراختيا په موخه عامه کتابتون پرانېستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هدايت سره سم په روان کال کې دا دریم کتابتون دی چې د هلمند ولايت کې پرانېستل کيږي، په دې کتابتون کې شاوخوا ۳۰۰۰ ټوکه بېلابېل ديني، تاريخي، طبي، ساينسي، او ټولنيز کتابونه موجود دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ عبدالباري راشد وويل: دا دريم کتابتون دی چې پرانېستل کيږي، تر دې وړاندې په سنګين ولسوالۍ او بست تاريخي کلا کې هم کتابتونونه جوړ شوي دي، چې دا لړۍ به نورو ولسواليو ته هم غځول کېږي، نوموړي د هلمند له اوسيدونکو وغوښتل، چې مطالعه وکړي او له کتاب سره خپله مینه زیاته کړه، ځکه د دنیوي اسبابو پرمختګ د علم په پرمختګ کي نغښتی دی، که چیرې یوه ټولنه علم ولري، هغه به یو پر مختللې ټولنه وي.
د ګرشک اوسېدونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د دوی په سیمه کې یې عامه کتابتون پرانېست دوی وویل: عامه کتابتون به د دوی د زده کوونکو او نوي نسل په علمي پیاوړتیا کي خورا اغیزمن تمام شي.
۱۴۴۶/۷/۲۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۹ ل
