د اطلاعاتو او کلتور رئیس کوټ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۰
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د ځوانانو چارو آمر او د اطلاعاتو آمر په ملتیا د کوټ ولسوالۍ په میرو کلي کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې پکې د بېلابېلو سیمو ځوانانو ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې د کوټ ولسوالۍ د ځوانانو په استازولۍ ډاکټر اصغر خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ کوو او د نظام پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ورسره اوږه په اوږه ولاړ یو.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې د زده کړو تر څنګ خپل صورت او سیرت د اسلام د مبارک دین له احکامو سره سم برابر کړي، د ښاغلي نوراني په وینا: اسلامي نظام د ځوانانو ترڅنګ ولاړ دی او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره د ځوانانو رول ارزښتمند دی، ځوانان د ټولنې، نظام او هېواد لپاره یو ځواکمن او اغېزمن قشر دی.
همدارنګه د ځوانانو چارو آمر او د اطلاعاتو آمر د کوټ ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ترسره شویو فعالیتونو ستاېنه وکړه او ویې ویل: د کوټ ولسوالۍ ځوانانو او ولسونو د هېواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي، اوس د دې نظام ساتنه او د دغو قربانیو قدر کول زموږ ګډ مسؤلیت دی، دوی ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د تیرو شخصیتونو تاریخ مطالعه کړي، د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي او د پردیو فکري یرغلونو پر وړاندې د مبارزې تر څنګ د خپل دین او کلتور په اړه لازم معلومات ترلاسه او د اړتیا پر مهال ترې دفاع وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کوټ ولسوالۍ ځوانانو لپاره د یو ښوونیز مرکز د جوړېدو هوډ لري، چې په نږدې راتلونکې کې به یې د جوړیدو عملي چارې پیل شي.
۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS