د اطلاعاتو او کلتور رئیس د کوه ‌صافي له مشرانو سره وکتل

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۸
صسی

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس ‌الحق صدیقي د کوه‌ صافي ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د کلتوري وضعیت د ښه والي، د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي او لرغونو سیمو د خوندیتوب په اړه یې خبرې وکړې.
مولوي شمس‌ الحق صدیقي وویل: د لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او د خلکو همکاري په دې برخه کې ډېره ګټوره ده، د جهادي ارزښتونو ساتنه او د تاریخي او لرغونو سیمو خوندیتوب ته پاملرنه د اطلاعاتو او کلتور رياست کاري لومړيتوبونه دي.
په دې ناسته کې د مشرانو په استازیتوب میراګل خبرې وکړې او ویې ویل: د کوه ‌صافي ولسوالۍ خلکو د شل کلن جهاد پر مهال د اشغالګرو پر ضد فعال رول لوبولی او اوس چې اسلامي نظام حاکم شوی، د کلتوري وضعیت د ښه والي او د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.
د دې ترڅنګ دوی د ځوان نسل د ظرفیت لوړولو، د محلي کتابتون د جوړولو او د لرغونو سیمو د ساتنې غوښتنه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هغوی ستونزو ته د حل لارو پيدا کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۸/۳ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۴ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۰:۲
Background image

د زرنج ښار له ښوونيزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د یو شمېر خصوصي ښوونېزو مرکزونو له مسؤلینو سره د همکارۍ هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړل.
ښاغلي الهام د یادو هوکړه. . .

BACK TO NEWS