د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هرات د جامع جومات له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي وايي "د زلزلې له پېښې را پدې خوا تر دې مهاله، د جومات د ګلدستو او نورو برخو د بیا رغونې لپاره ۲۰۰ زره ډالر لګول شوي دي؛ هغه وویل چې د ګلدستو د بیا رغونې چارې بشپړې شوې دي او د جومات نورو برخو د بیا رغونې بهیر لا هم روان دی"
ښاغلي متقي د جومات د بېلابېلو برخو د ساتنې او بیارغونې حالات وڅېړل او د دې تاریخي ودانۍ ستونزې او اړتیاوې یې هم وارزولې.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي او اسلامي ځایونو د ساتنې او بیا رغونې په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغو ودانیو ساتنه او بیارغونې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه مهمه دنده ده.
همدارنګه د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي آثارو د ساتنې مدیر صدیق میر وايي "د جومات د ګلدستو د جوړولو کار بشپړ شوی دی او اوس مهال د دې تاریخي ودانۍ د کاشیو د بیارغونې چارې دوام لري"
د یادونې وړه ده، چې د هرات جامع جومات د افغانستان له پخوانیو او زړه راښکونکو تاریخي ودانیو څخه ګڼل کېږي؛ دا جومات چې تاریخ یې څو پیړۍ ته رسېږي، همېشه د سیاحینو او څېړونکو پام ځانته راګرځولی دی.
۱۴۴۶/۸/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۱ هـ ل