د اطلاعاتو او کلتور رئیس د روزګان لوړو زده کړو موسسې له رئیس سره وکتل
تېره ورځ د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د روزګان لوړو زده کړو موسسې له رئیس مولوي رحمت الله رحماني سره د همغږۍ په موخه وکتل.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو موسسې او اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ پر همغږۍ او یو شمېر نورو مواردو هر اړخیز بحث وشو.
ښاغلي قریشي په په یاده ناسته کې وویل، د روزګان اطلاعاتو او کلتور ریاست په زیاتو برخو کې فعالیتونه کوي چې په دغه فعالیتونو کې د روزګان لوړو زده کړو موسسې همکارۍ ته اړتیا لري.
ښاغلی رحماني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس ښاغلي قریشی د خبرو تود هرکلی وکړ او د دوه اړخیزه همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسې هر میاشتني ادبي بهیر ته به محصلین معرفي کوي.
۱۴۴۵/۱/۱۳ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۸ هـ ش
