د اطلاعاتو او کلتور رئيس په مشرۍ یو شمېر خبريالانو له مرستيال والي سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۷:۵
......

تېره ورځ د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نور محمد حنيف د اطلاعاتو او کلتور رئيس په مشرۍ یو شمېر خبريالانو د ياد ولايت له مرستيال والي سره وکتل.
په ياده کتنه کې د اطلاعاتو آمر مولوي صديق الله قريشي، د ملي راديو تلوېزيون آمر مولوي امان عادل او د يو شمېر سيمه ييزو، ملي او نړيوالو رسنيو استازي او خبريالان شامل وو او د کتنې اصلي موخه معلوماتو ته پر وخت لاسرسی، ښه همغږي او همکاري وه.
په ناسته کې د رسنيو په استازيتوب استاد شفيق الله رحماني، استاد محمد اصف شينواري، شکيل احمد سعيد او اېمل ظاهر د ولايت له مرستيال څخه پر دوی د باور کولو، معلوماتو ته د لاسرسي، مسؤلينو له لوري له خبريالانو سره د ښه چلند، سيمه ييزو رسنيو ته د ځمکې ورکړې او يو شمېر نورو برخو کې غوښتنې وکړې.
دوی وويل: د افغاني ارزښتونو او اسلامي نظام په ملاتړ به فعاليت کوي او وړانديز يې وکړ، چې په ټولو برخو کې ورسره کره معلومات شريک شي، ترڅو حقايق انعکاس ومومي او د نظام پروړاندې د ناسمو تبليغاتو مخنيوی وشي.
ورپسې مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل: رسنۍ د حکومت ژبه ده او استازو ته يې بشپړ درناوی او پاملرنه لرو او د رسنيو استازو ته يې په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او هغوی ته يې پر ملي ګټو او قوانينو ته پاملرنې سپارښتنې وکړې.
نوموړي ورغلیو مسؤلينو او خبريالانو ته ډاډ ورکړ، چې د ادارو مسؤلينو ته به لارښوونه وکړي، چې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک او له دوی سره په ټولو برخو کې ښه تعامل ولري.

۱۴۴۵/۳/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۱ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS