د اطلاعاتو او کلتور رئيس له آی خانم ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۴:۷
..

د تخار ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس ذبيح الله انصاري د آی ‌خانم له تاریخي ښارګوټي لیدنه وکړه.
نوموړي وويل: دا تاریخي ښارګوټی له ۲۵۰۰ کالو څخه زیات لرغونتوب لري او د تخار ولایت د دشت قلعه په ولسوالۍ کې پروت دی، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
هغه وویل: دا لرغونی ښار د یونسکو له خوا د تاریخي لرغونتوب لرونکي مشهور ښار په توګه ثبت شوی دی، دغه تاریخي ښار د یونانیانو په دوره کې جوړ شوی، په تېرو حکومتونو کې یې ځینې برخې ویجاړې شوي دي، خو لا هم په دې ځای کې تاریخي آثار لیدل کېږي.
د اطلاعات او کلتور رئیس د دشت قلعه ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې د آی ‌خانم تاریخي ښارګوټي په ساتنه او خوندي کولو کې له اطلاعات او کلتور ریاست سره همکاري وکړي او ددې تاریخي ښارګوټي ساتنه وکړي.

۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۸:۳۱
Background image

هلمند کې له رسنیو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد رياست د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه. 

د غونډې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۱:۲۷
Background image

کندهار کې له وړيا ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول 

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا ښوونيز مرکز څخه ۳۸۴ تنه ځوانان د YHDO مؤسسې په همکارۍ  د بېلابېلو  لنډ مهاله زده کړو وروسته فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حزب الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۳۲
Background image

د دایکندي ولایت له سیمه‌ يیزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءمحمد هاشمي د دې ولایت د نسیم راډيو له خپرونو څخه د نظارت او د ستونزو د اورېدو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د خصوصي رسنیو. . .

BACK TO NEWS