د دایکندي ولایت له سیمه‌ يیزو رسنیو څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۳۲
لاتن

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءمحمد هاشمي د دې ولایت د نسیم راډيو له خپرونو څخه د نظارت او د ستونزو د اورېدو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي هاشمي د خصوصي رسنیو رول د نظریاتو په انعکاس، د حقایقو په څرګندولو، پېښو او د حکومت او خلکو د لاسته راوړنو په وړاندې کولو کې خورا مهم وباله، نوموړي زیاته کړه؛ د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، ترڅو په دې ولایت کې خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي، مالي ملاتړ او د کاري خوندیتوب زمینه برابره کړي.
نوموړي له ټولو خصوصي رسنیو وغوښتل، چې په خپلو خپرونو او فعالیتونو کې د ژورنالیزم اصول مراعت کړي او د هغو مواردو له خپرولو ډډه وکړي، چې د افغانستان اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې وي.
د نسیم راډيو خبریال سلطان علي جوادي د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورو سیمه ‌ییزو ادارو له ‌خوا له رسنیو سره د همکاریو کولو له امله مننه وکړه.

۱۴۴۶/۶/۲۶ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۸ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS