د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ځوانو استعدادونو د تجارتي مهارتونو د پراختيا له مرکزونو څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۵:۱۷
LOB

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدين معتصم د ياد ولايت د اقتصاد د رئيس مولوي محمد ظريف فایز، د صنعت او سوداګرۍ د رئيس نياز محمد تواب او د اکټېډ ولايتي دفتر د رئيس انجینر امان الله امين په ملتيا د ځوانو استعدادونو د تجارتي مهارتونو د پراختيا له مرکزونو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدين معتصم وویل: ځوانان د ټولنې د ملا تير او راتلونکي جوړوونکي دي، اړتيا ده، چې ځوانان له شته فرصتونو ګټه واخلي، نوموړي د ښوونیزو مرکزونو له استادانو وغوښتل، چې د ځوانانو د فکري ودې او تدریس په برخه کې له پوره ایماندارۍ او اخلاص څخه کار واخلي.
د جوزجان ولایت یو شمېر ځوانانو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د وړیا زده کړو د زمينې برابرولو له امله مننه وکړه او د دغه تعلیمي بهیر د دوام غوښتنه یې وکړه.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په یادو ښوونيزو مرکزونو کې ۳۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر، انګليسي ژبې او ګرافيک ډيزاين په څانګو کې روزل کېږي.

۱۴۴۶/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۵ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS