د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يونسکو سازمان کلتوري مسؤل سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۹:۵۵
....

تېره ورځ د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رئيس مولوي کريم الله وثيق په خپل کاري دفتر کې د يونسکو سازمان کلتوري مسؤل برينډان کسار او د همدې برخې مامور احسان الله منيب سره وکتل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس کريم الله وثيق ښاغلي برينډان کسار او ملګرو ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د کاپيسا ولايت د کلتوري او اطلاعاتي وضعيت او ځوانانو چارو اړوند معلومات شريک کړل.
 او زياته يې کړه؛ کاپيسا ولايت يو له لرغونو ولايتونو څخه دی، د کوشاني تمدن او امپراتورۍ مرکز همدا ولايت و، د دې ولايت لرغونتوب ته په کتو سره کومه ځانګړې توجه ورته نه ده شوې، د يونسکو سازمان څخه مو هيله ده، چې د دې ولايت د لرغونو ځايونو او آثارو لکه، د اله سای ولسوالۍ تاريخي برجونو چې تاريخي مخينه يې زرګونه کاله ده، د همدې ولسوالۍ اسرار آمېزه مغاره، د ابو سعيد ابوالخیر کوهبند زيارت، په نجراب کې سنګي مسجد او د فرخشاه درې زيارت او داسې نورو ډېرو تاريخي ځایونو د پېژندنې او ساتنې همدا ډول يې د تاريخي ميراثونو په ډول ثبت کولو کې توجه وکړي.
د يونسکو سازمان کلتوري مسؤل برينډان کسار په خپلو خبرو کې د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو له استقبال څخه د مننې کولو تر څنګ وويل: په افغانستان کې د تحول څخه وروسته لومړی ځل دی چې کاپيسا ولايت ته د وړانديزونو د ترلاسه کولو لپاره رسمي سفر کوم، نوموړي وعده وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور رياست ټول وړانديزونه به تر مرکزي دفتر پورې رسوي.
په پای کې د دواړو لوريو د کاپيسا له محلي موزيم څخه ليدنه وکړه.

۱۴۴۵/۷/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۳ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS