د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا ۴۲۰۰ ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۴:۴۰
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا ۴۲۰۰ ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په حضور نن د دغه وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد د څه د پاسه ٢٠ خصوصي لوړو زده کړو موسسو له مسوولينو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړل.

د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د هېواد په پرمختګ کې د لوستو ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تحصيل په برخه کې د ځوانانو د زده کړې لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه زیاته کړه، ځوانان باید داسې وروزل شي، چې ولس، هېواد او اسلامي نظام ته خدمت وکړي او هېواد د آبادۍ، پرمختګ او د ځان بسیاینې په لور بوځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر زياته کړه چې اوس په هېواد کې سوله راغلې او اقتصادي ستونزې به هم ختمې شي او دا هېواد به  له افغانانو او په ځانګړې توګه له ځوانانو پرته بل څوک آباد نه کړي، نو موږ ټول بايد د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شو او د هېواد د آبادۍ او پر ځان بسیا کېدو هڅه وکړو.

دغه راز په دغو مراسمو کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد په بېلابېلو برخو کې د تحصيلي فرصتونو د برابرولو او ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې د ځوانانو چارو معينيت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې اوس مهال د ځوانانو چارو معينيت له څه د پاسه ٢٠ خصوصي لوړو زده کړو موسسو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کوي او د دې تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره به د ځوانانو چارو معينيت له لارې په خصوصي تحصیلي موسسو کې د تخفیف په پام کې ونیولو سره زياتو د ځوانانو ته  د تحصيل زمينه برابرېږي.

هغه زیاته کړه، د ځوانانو چارو معينيت له تحصیلي بنسټونو سره په تفاهم، د کمپیوټر پروګرامونو، انلاین سوداګرۍ او نورو برخو کې وړیا  لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړوي، چې د نورو ځوانانو ترڅنګ؛ هغه ځوانان چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کوي هم وکولای شي له دې کورسونو څخه استفاده وکړي.

همدارنګه په دې مراسمو کې قاري ضیاء الله هاشمي په خپله  وینا کې په اسلامي نظام کې د ځوانانو مسوولیتونه بیان کړل اوله اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې ځوانانو او په ځانګړې توګه د ځوانانو چارو معینیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

ورپسې د مريم خصوصي لوړو زده کړو موسسې مرستيال ميرويس  پښتون د خصوصي تحصيلي موسسو د مسوولينو په استازيتوب خبرې  وکړې او د ځوانانو چارو معين ته يې د ځوانانو لپاره په تخفيف سره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د لا زياتې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دغو مراسمو په پای کې د ځوانانو چارو معين قاري محمد یونس راشد د مریم، ابن سینا، دعوت، خاتم النبیین، ګرجستان، کاروان، افغان، خانه نور، پیام، زاول، ګوهرشاد، پشګام، ابن خلدون، اشنا، ملی، فانوس، قلم، نعمان سادات، رازی، میوند او عروج د لوړو زده کړو موسسو له مسوولینو سره د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.

د دغو تفاهم ليکونو  پر بنسټ، د لوړو زده کړو موسسې ۴۲۰۰ ځوانان په بېلابېلو څانګو کې د ځوانانو چارو معينيت له لارې له ۳۰ تر ۸۰ سلنې تخفیف سره مني.

کابل، د زمري ٢٠ مه، باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS