د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۹
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت نن په کابل کې په يوه غونډه کې د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه چې د يوشمېر دولتي مسوولينو، د بېلابېلو بنسټونو د رييسانو او استازو او يوشمېر رضاکارانو په ګډون جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د رضاکارانو د نړيوالې ورځې له امله ټولو رضاکارانو او خلکو ته مبارکي وويله. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په ډله یيزو او رضاکارانه کارونو کې د خلکو په تېره بيا د ځوانانو رول مهم وباله او د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو يې ټينګار وکړ. هغه څرګنده کړه: موږ د خپلې خوښې کارونو په ترسره کولو سره خلک او ټولنه د هغوى مسووليتونو ته ځیر کوو او په مطلوب او مسوولانه چلند سره د رضاکارۍ فرهنګ رواجوو. هغه زياته کړه: په ټولنه کې د مطلوب حالت د رامنځته کولو په خاطر اړينه ده چې لومړى کار له فرهنګ څخه پيل کړو او د نړۍ پرمختللو هېوادونو لومړى کار د فرهنګ له جوړولو پيل کړى دى. محمد طاهر زهير وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو لپاره ښه او مهم پروګرامونه ترلاس لاندې لري او بايد ځوانان هم د حالت د ښه والي په خاطر هلې ځلې وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر ادريس الکوزي د دغه معينيت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د خلکو په تېره بيا ځوانانو ترمنځ د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو يې ټينګار وکړ. هغه وويل چې د ځوانانو چارو معينيت ځوانانو ته مهم پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې کېدای شي ځوانانو ته یوه ښه لاسته راوړنه وي.
دغه راز په دې غونډه کې د جمهوري رياست سلاکار اعتبار خان ځدراڼ، ډاکټرې حميرا قادري او د ملګرو ملتو سازمان د رضاکارانو برخې استازي ايمل ځلاند په وار سره خبرې وکړې او د دې ترڅنګ چې د رضاکارانو د ورځې له امله يې خلکو ته مبارکي وويله، په ټولنه کې يې د رضاکارۍ فرهنګ پر رواجولو ټينګار وکړ. په همدې ترتيب د غونډې په بله برخه کې د پوهنتون استادې منيژې رمزي، د ځوانانو چارو معينيت د فرهنګي چارو او د رضاکارو ځوانانو رييس لايق شاه ځدراڼ، ايمل ځلاند او د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې ښکلا ځدراڼ په ټولنه کې د رضاکارانه فعاليتونو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل. د غونډې په پاى کې مسوولينو د يوشمېر رضاکارانو د کارونو د قدردانۍ په خاطر هغوى ته تنديسونه ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د رضاکارۍ نړيواله ورځ په ١٩٨۵ کال کې د ملګرو ملتو سازمان عمومي ټولنې تصويب کړه چې د نړۍ د خلکو ترمنځ د رضاکارۍ روحيه پياوړې او د سولې او پرمختيا په برخه کې د رضاکارو سازمانونو ونډه اخیستنه ښه کړي.
کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۷
Background image

کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین په کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او د آغا خان فرهنګي خدمتونو دفتر د تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار. . .

BACK TO NEWS