د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د ډاډګيرنې پيغام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۰:۵۴
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د ډاډګيرنې پيغام

د جوان شېر حيدري د مړينې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د ډاډګيرنې پيغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د افغانستان د سينماګرانو اتحاديې د رييس جان محمد جوان شېر حيدري د مړينې په خاطر خواشينۍ څرګنده کړه.
جان محمد جوان شېر حيدري نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د کابل په يو روغتون کې د زړه درېدو له امله وفات شو.
د هېواد دغه پېژندل شوي سينماګر د ښوونځي له دورې څخه د تمثيل هنر ته مخه وکړه. د پوهنتون په دوره کې د کابل پوهنتون د فرهنګي کمېټې فعال غړى و او په زياتو نمايشناموکې يې لومړى رول لوباوه. د هغې دورې له مشهورو نمايشنامو څخه چې هغه پکې رول لوبولى و، کولاى شو د هېواد د فقيد ليکوال جلال نوراني د " بلي گفتن" او د موليرا اثر "خسيس" نمايشنامې يادونه وکړو.
حيدري په زيات شمېر ټلويزيوني فلمونو کې ډايرکټري وکړه او په زياتو سينمايي فلمونوکې يې رول ولوباوه.
د سينمايي فلمونو له جملې څخه کولاى شو د (د هکده ها بيدار مى شوند، گناه، صبور سرباز، حادثه، الماس سياه، رويا او سربند) يادونه وکړو او په " بابا کجرا او الماس شرق" فلمونو کې يې ډايرکټري کړې ده.
ده له هغه وروسته چې دوه لسيزې مخکې له مهاجرت څخه هېواد ته راستون شو؛ د فقيد ليکوال جلال نوراني ليکنې د "جادوګر سبز" فلم او " آخرين شب" او "آخرين شعر" فلمونه يې جوړ کارګرداني وکړه.
جوان شېر حيدري د دې ترڅنګ چې د افغانستان د سينماګرانو اتحاديې رياست يې په غاړه درلود؛ په تاجکستان کې د (پيوند) نړيوالې ټولنې د رهبرۍ شورا غړى و او د افغانستان – چين د دوستۍ ټولنې غړيتوب يې هم لاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جان محمد حيدري مړينه د سينما او تمثيل د هنر په برخه کې يوه ستره ضايعه بولي او د الله (ج) له دربار څخه هغه ته د فروس جنت هيله کوي. همدارنګه د ارواښاد کورنۍ، سينماګرانو، ممثلانو، ټولو هنرمندانو او د هغه مينه والو ته د الله (ج) له دربار څخه د جميل صبر او جزيل اجر هيله کوي.

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS