د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د فرهنګي میراثونو د پیاوړتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو معین حاجي محمد نبي عثماني او د دواړو ادارو یو شمېر رئیسانو او مسئولینو ګډون کړی و.
په غونډه کې د کابل ښار د تاریخي او فرهنګي میراثونو او همدارنګه د بابر بڼ، چهلستون بڼ او د تیمورشاه مقبرې او پارک د لا ښه مدیریت او ساتنې اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار د تاریخي هویت د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د کابل ښاروالۍ پلانونه د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره جوړ او پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې ښاري پراختیا باید داسې ترسره شي ترڅو له یوې خوا د ښار د اوسېدونکو اوسنۍ اړتیاوې پوره او معیاري زیربناوې رامنځته او له بلې خوا د کابل تاریخي هویت او فرهنګي میراثونه هم خوندي وساتل شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او زیربنایي پروژو د پلي کېدو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې کابل د ستر تاریخي شالید لرونکی ښار دی او تاریخي او فرهنګي میراثونه یې باید خونديې وساتل شي، بیارغونه یې وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي ولېږدول شي.
په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د کابل ښار د متوازنې او دوامداره پراختیا په موخه پر دوامدارې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو. ‎

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۱۷
Background image

فاریاب کې (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې او د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ (د افغانستان معاصر تاریخ، د جهادي دورې شهیدانو او ناوړه دودونو مخنیوی) تر سرلیک لاندې د عامه‌. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کندوز او فاریاب ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د امارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په جلا جلا توګه د همغږۍ ناستې ترسره شوې.
د یادو ولایتونو د اطلاعاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۸
Background image

کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې اړوند قانون د تشریح په موخه غونډه ترسره شوه

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د جهادي آثارو د راټولو، ساتنې او ثبت اړوند قانون د تشریح په موخه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS