د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۹:۴


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه
دوتار د افغانستان فرهنګي میراث دی. په وروستیو څو ورځوکې د ټولیزو رسنیو له لارې خبر شوي یوو چې د افغانستان او سیمې د موسیقۍ ناملموس فرهنګي میراث (دوتار) ګواکې ایران په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې په خپل نوم ثبت کړی دی.
دوتار چې زیږد ځای یې هریوا یا اوسنی هرات دی او په ویدي او اوستايي سرودونو او همدارنګه شهنامه کې یې هم یادونه شوې ده.
موږ په سیمه کې له هېوادونو سره فرهنګي مشترکات لرو او همدارنګه د ورونو ملتونو په توګه د دغه فرهنګي تار په واسطه پېیل شوي یو؛ نو په همدې اساس باید ګډو فرهنګي ارزښتونو او همدارنګه د هېوادونو خپلو فرهنګي ارزښتونو او ویاړونو ته بشپړدرناوی ولرو.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د افغانستان د فرهنګ دوست او فرهنګپال ولس او همدارنګه د سیمې هېوادونو د ګډ فرهنګي میراث (دوتار) په اړه خپل وضاحت له اړوندو دلایلو او بشپړو معلوماتو سره د نړیوالو فرهنګي میراثونو ادارې ته له رسمي دیپلوماتیکي لارې واستوي، چې د موضوع په تړاو په هر اړخیزه توګه معلومات ترلاسه شي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان له فرهګپال ولس او په ځانګړي ډول د هرات له فرهنګیانو مننه کوي چې په دې اړه یې خپل غږ پورته کړ.
درنښت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري
کابل/ د مرغومي١٠مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د رسنیو، خبریالانو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې په نوښت د رسنیو، ژورنالیستانو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 د اطلاعاتو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۲
Background image

هلمند کې د بست کلا د طاق او څاه د تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال د بیارغولو چارو د مسلکي معیارونو له مخې پر مخ وړلو او د دغو ودانیو د تاریخي اصلیت پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۰
Background image

د هنر او فرهنګ معین د یوه پلاوي په ملتیا د میوند شهیدانو او ملالۍ میوندۍ له مقبرو څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او تخنیکي انجینرانو، د کندهار ولایت د میوند شهیدانو له زیارت او د اتلې. . .

BACK TO NEWS