د هنر او فرهنګ معین د یوه پلاوي په ملتیا د میوند شهیدانو او ملالۍ میوندۍ له مقبرو څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او تخنیکي انجینرانو، د کندهار ولایت د میوند شهیدانو له زیارت او د اتلې ملالۍ میوندۍ له مقبرې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یادو تاریخي آبداتو د اوسني وضعیت ارزونه، د ساتنې او خوندیتوب د اړتیاوو معلومول او د اساسي ترمیم لپاره د مناسبو لارو چارو څېړل وو. د لیدنې پر مهال د دغو آبداتو د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د ساتنې او بیارغونې په موخه لومړنۍ تخنیکي سروې هم ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین د دغو تاریخي آبداتو ساتنه او د فرهنګي میراثونو خوندیتوب خپل مهم مسؤلیت ګڼي او د ترسره شوې تخنیکي او مسلکي ارزونې د پایلو پر بنسټ به د یادو آبداتو د ساتنې، خوندیتوب او اساسي ترمیم په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
د میوند شهیدانو زیارت او د میوند جګړې د اتلې ملالۍ میوندۍ مقبره د افغانستان د تاریخي ویاړونو، عمومي مبارزو او د خپلواکۍ د ساتنې په لاره کې د سرښندنو مهم سمبولونه دي.
۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ ق
