د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۴۶
...

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو د همغږۍ د پیاوړتیا او د اطلاع رسونې د بهیر د ښه والي په موخه، د رسنیو له استازو سره ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د دې غونډې له جوړولو څخه موخه د رسنیو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي، ترڅو خلکو ته د کره، چټکو او مسوولانه معلوماتو د خپرولو بهیر اسانه شي.
مسؤلینو زیاته کړه، چې رسنۍ په عامه پوهاوي کې مهم رول لري او د رسنیو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ نږدې همکاري کولای شي د شفافیت او ښې اطلاع‌رسونې لامل شي.
ورته مهال ګډونوالو د رسنیو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: دا ډول ناستې کولای شي، چې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ غوره همغږي رامنځته کړي او خلکو ته د دقیقو او پر وخت معلوماتو رسولو بهیر ښه کړي.

۱۴۴۷/۱۱/۹ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

BACK TO NEWS