د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۱:۸
baqhlan province

پنجشنبه ( ۶ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د بغلان  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت، ځوانانو ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه  له ۱۰ ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د ځوانانو چارو آمر قاري محمد عبدالرحمن  وايي؛ دا تړون د کابل ټک د روغتیايي علومو انیسټیټوټ، د سبزمنش خصوصي لیسې، د اصلاح خصوصي لیسې، د امام قبلتین ښوونځي، ویلکم ښوونیز مرکز، حسنات مدرسې، اکسفورد، افق شمال، تمدن  او شریفي زده کړنځيو سره لاسلیک شول، چې ځوانان به دې مرکزونو ته د زده کړو د دوام په موخه ور پېژني.

د دې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به هغو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شي چې په خصوصي زده کړه اېیزو بنسټونو کې د زده کړو کولو هڅې کوي، خو له بې وزلۍ سره مخ دي.


۱۴۰۳/۳/۲۴ ھ ش 
۲۰۲۴/۶/۱۳ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS