د اسلامي عقایدو علمي او فرهنګي سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۹
...

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د ځوانانو، زده کړیالانو او زده ‌کوونکو ترمنځ د اسلامي عقایدو په اړه یوه علمي او فرهنګي سیالي ترسره کړې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلایېلو ډالیو ونازول شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما په دغه سیالۍ کې د ځوانانو له پراخ ګډون څخه د مننې ترڅنګ د دا ډول پروګرامونو جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې وویل: ځوانان د اسلامي ټولنې بډایه شتمني او د راتلونکي جوړوونکي دي، دښمنان هڅه کوي، چې د فکري جګړې له لارې زموږ پر دیني عقایدو اغېز پرې باسي، خو پوه او ژمن ځوانان کولای شي، د علم او بصیرت په وسیلې سره د ټولو توطیو پر وړاندې ودریږي.
ښاغلي حقنما زیاته کړه؛ د دغو سیالیو جوړولو څخه موخه د ایمان پیاوړتیا، د دیني پوهې لوړول او د ځوانانو تر منځ د یووالي روحیه رامنځته کول دي، له ځوانانو څخه غواړو چې په بشپړې ژمنتیا سره د سپېڅلي اسلام دیني ارزښتونو او د اسلامي نظام د عزت ساتونکي واوسي.
دغه راز د اطلاعاتو آمر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله ۱۷مې ګنې (د خوښیو، فاتحو، او د حاجیانو د راتګ په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان ولوسته او ویې ویل: دغه فرمان د ټولنې اصلاح او د اسلامي شریعت د ارزښتونو د پلي کېدو په موخه صادر شوی دی او د دې تطبیق د ټولنې د هر قشر ګډ مسؤلیت دی.
د غونډې نورو ګډونوالو هم د داسې سیالیو د جوړولو پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه د ځوانانو او زده‌ کوونکو د فکرونو د روښانه‌ کولو لپاره خورا مهم دي.

۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS