درېیو بهرنیو سیلانیانو د پروان له توپدرې سټوپې څخه لیدنه وکړه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۲۱:۲۸
....

درېيو روسي سيلانيانو نن په پروان ولايت کې له توپدرې سټوپې څخه ليدنه وکړه.
د یادو سيلانيانو د ليدنې پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر عتيق الله ساپي د توپدرې سټوپې د ارزښت او تاريخي شاليد په اړه هغوى ته معلومات ورکړل او ويې ويل: د توپدرې سټوپه يو له تاريخي آبداتو څخه ده، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري.
ښاغلي ساپي زیاته کړه، په پروان ولایت کې له ۸۰ څخه زیات تاریخي، لرغوني او سیاحتي ځایونه شتون لري چې تر ټولو مشهور یې د توپدرې سټوپه، د جبل السراج تاریخي کلا، د بګرام کلا، عبدالله برج، او جبل السراج تاریخي برجونه دي.
په ورته وخت کې درېيو روسي سيلانيانو (اناتولي کولپايف، دارييا سليوا او داريا پوګونينا) د افغانستان  پروان ولایت ته د خپل سفر موخه، د تاريخي، لرغونو او سياحتي ځايونو ليدنه یاده کړه او زیاته یې کړه، په دغه سیاحتي سفر کې مو د افغانستان تاریخي، ښکلې او په زړه پورې جغرافیه ولیده او خلک یې ښه باعزته او مېلمه پاله دي، موږ فکر کاوه چې د افغانستان خلک واقعاً په یوه داسې خاوره کې ژوند کوي چې په سلګونو تاریخي آثار لري.
 دوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له نورو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هم وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

۱۴۴۵/۴/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS