دایکندي کې د بادام ګل فرهنګي دوديزه میله ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۰:۲۴
gh

د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په مرکز نيلي کې د بادام ګل فرهنګي او هنري دودیزه ميله د محلي ادارو د مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو، شاعرانو، ليکوالانو او ځوانانو په ګډون ترسره شوه.
د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس سید مصطفی صالح د ميلې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د بادام ګل دودیزه میله مهمه وبلله او زياته يې کړه؛ د اسلامي امارت نظام يواځې سياسي نظام نه دی، بلکې ټولنيز، نظامي، سياسي، اقتصادي او شرعي نظام دی، نوموړي له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه، چې په يووالي سره له دې نظام څخه ملاتړ وکړي او د هيواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
ورپسې د ميلې ګډونوالو شاعرانو، نعت ويونکو او ليکوالانو خپل شعرونه، مقالې، ترانې او نعتونه ګډونوالو ته وړاندې کړل او د تياتر د ممثلينو له لوري طنزيه نمایش اجرا شو.
د دايکندي د بادام ګل دوديزه ميله يوه فرهنګي، هنري او ټولنيزه ميله ده، چې هر کال د بادام د ګل د غوړېدو پر وخت د ياد ولايت د طبيعي او تفريحي ځايونو د معرفي کولو په موخه ترسره کيږي.
 
۱۴۴۶/۲/۲ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS