دایکندي کې د امارت پېژندنې سيالۍ غوره ګډونوال وستايل شول

د دایکندي ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د پوهنې او پوهنتون رياستونو سره په همغږۍ دې ولايت کې له ځوانانو د امارت پېژندنې کتاب کې ازموينه اخستې وه، چې پايلې يې د اطلاعاتو او کلتور د رئيس سید مصطفی صالح، د پوهنتون د رئيس، د رسنيو د استازو او ځوانانو په ګډون اعلان شوې او غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس سید مصطفی صالح ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل: له دې سيالۍ څخه يې موخه ټولنه کې د کتاب لوستنې دود ته پراختیا ورکول او د اسلامي نظام په اړه د ځوانانو د پوهې د کچې لوړول وو.
د ښاغلي صالح په وينا؛ دې ازموينه کې ۵۰۰ تنه ځوانانو ګډون کړی وو، چې د پايلو تر اعلان وروسته يې ۱۵ تنه غوره ګډونوال د ډاليو په ورکولو وستايل شول.
د دایکندي پوهنتون رئيس قاضي محمد ناصر حنظله وويل: د ټولنې د پرمختګ اساس په پوهې پورې تړلی دی، نو ځکه د دایکندي محلي ادارې هڅه کوي، چې ښوونيز او ګټور پروګرامونه ترسره کړي.
همدا راز د دې ازموينې ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د ازموينې ترسره کولو له امله مننه وکړه او د ورته نورو ازموينو ترسره کولو غوښتنه يې وکړه.
۱۴۴۶/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۵ هـ ل