داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو نوي معين وروپيژندل شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۹:۳
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو نوي معين وروپيژندل شو


عبدالمنان شيواشرق چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په وړانديزاو د هېواد دجمهور رييس په حکم  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو دمعين په توګه  ټاکل شوى دى  نن ددغه وزارت مسوولانواو کارکوونکوته وروپيژندل شو .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، په همدې مناسبت داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسرپرستې حسينې ساپۍ ، ددغه وزارت دمشرتابه هيئت او کارکوونکو ،  دپوهنې وزارت دسرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي ، دپارلمان ديوشمېر غړواو ديوشمېر دولتي بنسټونودمسوولانو په شتون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دبين المللي مرکز په تالار کې يوه غونډه جوړه شوه .
  ددغې غونډې په پيل کې دجمهوري رياست دچارودادارې دلوى رياست  دفرهنګي چارو رييس  ميا ګل وثيق داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو دمعين په توګه دعبدالمنان شيوا شرق  دټاکنې په اړوند دهېواد دجمهور رييس محمد اشرف غني حکم ولوست .
وروسته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  په دولتي ادارو کې ټاکنې اوبدلونونه يوه معمول  کار وباله  او ددې وزارت  دخپرونو دچارو دپخواني معين فاضل سانچارکي له کړو وړو څخه چې دخپل کار په دوره کې يې ترسره کړي دي ،   مننه او قدرداني وکړه .
هغې  شيواشرق ته دنوي پست  مبارکي وويله او ټينګار يې وکړ چې د خپلو ټولو همکارانو په مرسته  داړوندو چارودښه والي په لاره کې  هلې ځلې وکړي .
وروسته  په پارلمان کې  دبدخشان دخلکو استازي احمد ضيا يفتلي،  دخپرونو دچارو نوي معين  دزده کړې  خاوند او فرهنګي  شخصيت وباله  او ددې تر څنګ يې  چې  هغه ته  په کاري چارو کې  دبرياليتوب هيله وکړه ويې ويل  چې  هر پرمختګ او پرمختيا  ملت  په فرهنګ کې  له پرمختګ څخه  بولي .
په همدې ترتيب داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين عبدالمنان شيوا شرق په خبروکې  په دې پست کې  دخپلې ټاکنې په خاطردحکومت دمشرتابه  له اعتماد څخه مننه وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له مشرتابه هيئت او دخپلو همکارانو په مرسته  هڅه کوي  چې اړوندې چارې په ښه توګه  ترسره کړي .
هغه  فرهنګ ته پاملرنه  او پراختيا دهېواد دودې او پرمختګ  سبب  وباله او ټينګار يې وکړ  چې دبيان دازادى ملاتړى او ژمن او درسنيو ښه همکار به وي 
.
کابل / دسلواغې ١٩مه / باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS