خوست کې يوې خصوصي راډیو خپرونې پیل کړې

د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو په وينا دې ولايت کې د انګېزې په نوم يوې نوې خصوصي راډيو په خپرونو پيل وکړ، چې په همدې موخه د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس شاه حسین مسجدي او نورو مسؤلينو له یادې راډیو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي مسجدي د دغې رسنۍ فعالیت د خوست ولسونو لپاره د رسنیز چوپړ په برخه کې مثبت ګام یاد کړ او ويې ويل: اوس مهال نړیوال د بېلابېلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په نورو قومونو فرهنګي یرغلونه کوي، چې رسنۍ یې اصلي وسېله ده، نو له ټولو خبريالانو څخه مو هېله دا ده، چې خپلو ملي، اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته انعکاس ورکړي او خپل ولس د ویښتابه لوري ته را وبولي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو او خبريالانو ګډ کور دی، اسلامي امارت رسنۍ مهمې بولي او د خلکو د اذهانو د روښانتیا لپاره ورڅخه ګټه اخلي، په همدې موخه کوښښ کوي، چې د رسنیو او د هغوی د کارکوونکو ستونزې حل کړي او ورڅخه کلک ملاتړ وکړي.
۱۴۴۶/۰۸/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۸ ل