خوست کې له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د ځوانانو په شتون کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه د خوست والي مولوي عبدالله مختار سره شریکې کړې.
د خوست والي مولوي عبدالله مختار د ځوانانو چارو آمر او ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
ښاغلي مختار ټینګار وکړ، چې د خوست د ځوانانو د لا ښه انسجام او همغږۍ په موخه به لازمې هڅې وکړي، تر څو د دغه ولایت ځوانان په منظم ډول سره یو ځای او منسجم شي.
۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق
