خوست اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ويناوالۍ سيالي ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۵۱
....

تېره ورځ د خوست ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ويناوالۍ سيالي ترسره شوه.
په دې اړه د ياد ریاست د اطلاعاتو آمر امرالله هلال وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست تل په هڅه کې دي چې  د ځوانانو د علمي ارتقا په موخه بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي، چې نن ورځ يې د مختلفو ښوونځيو او دیني مدرسو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي جوړه کړه. د دې برنامې يوازينۍ موخه د  ځوانانو او زده کوونکو د غوره ويناوالۍ ترڅنګ د هغوی جرأت لوړونه وبلله.
همدارنګه د ملي راډيو ټلويزيون آمر مولوي محمد نسيم فهيمي د اطلاعاتو او  کلتور رياست دغه نوښت وستايه او ويي ويل: دا لومړی ځل دی چې په خوست ولايت کې د ښوونځيو او ديني مدرسو ترمنځ دا ډول سيالي برابره شوې ده. هغه پر زده کوونکو غږ وکړ چې له اوسني فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

۱۴۴۵/۴/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS