حسينه ساپۍ: ټولې رسنۍ دې د ميلادالنبي (ص) په اوونۍ کې ځانګړي پروګرامونه خپاره کړي

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۱۶:۱۸
حسينه ساپۍ: ټولې رسنۍ دې د ميلادالنبي (ص) په اوونۍ کې ځانګړي پروګرامونه خپاره کړي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينۍ ساپۍ په مشرۍ نن د ميلادالنبي (ص) د اوونۍ د نمانځنې په اړه د جمهوررييس د حکم د تطبيق په موخه فوق العاده ناسته وشوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ناسته کې چې د دغه وزارت رييسانو په کې ګډون لاره؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني د حکم له مخې، د لړم له ١٩مې تر ٢٥مې پورې د ميلاد النبي (ص) اوونۍ نومول شوې ده او اړوندې ادارې موظفې شوې دي چې د ديني او مذهبي مراسمو د پرځاى کولو ترڅنګ د هېواد ټولو خلکو ته د مناسبتي پروګرامونو د ملاتړ په موخه لازم بستر برابر کړي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د ټلويزيون، راډيو او چاپي خپرونو په ګډون ټولې رسنۍ دې په خپلو خپرونوکې د سيرت النبي (ص) او ميلاد النبي (ص) په اړه ځانګړي پروګرامونه او مضمونونه خپاره کړي.
د ناستې په دويمه برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د يوشمېر خلکو د غوښتنو له مخې، د "پاني پت" فلم د محتوا د تعقيب په موخه يوه کمېټه موظفه کړه چې  د جمهوري رياست، د ملي امنيت شورا، د جمهوري رياست د چارو ادارې لوى رياست، د اطلاعاتو او فرهنګ او د بهرنيو چارو وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او نورو اړوندو بنسټونو واکمن استازي پکې شامل دي.
دغه کمېټه دنده لري چې له دقيقې څېړنې وروسته د خپل کار د پايلو رپوټ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل: د خلکو غوښتنې زموږ د کار په لومړيتوبونوکې دي او موږ د خلکو پر وړاندې مسووليت لرو او بايد د هغوى غوښتنې وڅېړو او حساب ورکړو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وویشل شوې

پنج‌شنبه (۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکټېد موسسې په همکارۍ د اخستل شوې سيرت النبي ﷺ د سيالۍ ګټونکو ته ډالۍ وويشل شوې.. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۴
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس: د تاريخي او فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن يو

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د پريان ولسوالۍ د خاواک له ډبرينو ګنبدونو څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي او. . .

BACK TO NEWS