حسينه ساپۍ: ملي آرشيف زموږ د هېواد د فرهنګ، تاريخ او ملي هويت څرګندوى دى

moic_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۸:۳۸
ملي ارشيف کې د تاريخي سندونونندارتون پرانيست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په ملي ارشيف کې د تاريخي سندونونندارتون پرانيست.

د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوشمېر رييسانو او ځينو مينه والو په شتون کې پرانيستل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د دغه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې څرګنده کړه، چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډول ډول فرهنګي پروګرامونه جوړ کړي دي او نن موږ د تاريخي سندونو د هغه نندارتون د پرانيستلوشاهدان يو چې د ملي ارشيف له لوري جوړ شوى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل، چې ملي ارشيف په حقيقت کې د هېواد د تاريخ ملي فرهنګ اوتاريخي هويت په باب موږ ته معلومات راکوي او ټينګار يې وکړ چې د ملي ارشيف د تاريخي خزانو د ساتنې په لاره کې بايد لازياتې هڅې وشي.

وروسته د ملي ارشيف رييس محمد افسر رهبين د دغه نندارتون په باره کې معلومات وړاندې کړل او ويې ويل : ملي ارشيف د يو ملي معتبر بنسټ په توګه له زياتو کلونوراپدېخوا د دې هېواد د فرهنګ او تمدن د پيژندنې په لاره کې هڅې کړي دي څو د هېواد د دغو تاريخي خزانو مخزن په ښه توګه وساتل شي.

هغه د هغو طرحو په اړوند چې د ملي ارشيف د ښه والي په خاطر برابرې شوې دي معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په ملي ارشيف کې څه د پاسه سل زره تاريخي سندونه او څه د پاسه اته زره تاريخي خطي نسخې شته.

په دې نندارتون کې څه د پاسه سل تاريخي سندونه او کابو سل تاريخي عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي چې فرمانونه، ژمن ليکونه ، تړونونه، نظام نامې او تاريخي عکسونه چې زياتره يې د شاه امان الله خان په دوران پورې اړه لري نندارې ته وړاندې شوي دي.

په ملي ارشيف کې دغه نندارتون د دوو نورو ورځو لپاره هم په وړيا ډول د مينه والو پرمخ پرانستى دى.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د رسنیو، خبریالانو او حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیې په نوښت د رسنیو، ژورنالیستانو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
 د اطلاعاتو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۲
Background image

هلمند کې د بست کلا د طاق او څاه د تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي له یادې پروژې څخه د لیدنې پر مهال د بیارغولو چارو د مسلکي معیارونو له مخې پر مخ وړلو او د دغو ودانیو د تاریخي اصلیت پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۰
Background image

د هنر او فرهنګ معین د یوه پلاوي په ملتیا د میوند شهیدانو او ملالۍ میوندۍ له مقبرو څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او تخنیکي انجینرانو، د کندهار ولایت د میوند شهیدانو له زیارت او د اتلې. . .

BACK TO NEWS