حسينه ساپۍ: د ټولنيزې سولې رواجول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د «هنرسالار» فرهنګي بنسټ هنري کار چې د دغه وزارت شاوخوا دېوالونه يې د هېواد د تاريخي آبداتو په تصويرونو سره ښکلي کوي، وستايه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت د «هنرسالار» فرهنګي بنسټ يوې ډلې انځورګرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ په شاوخوا دېوالونو کې د هېواد د تاريخي آبداتو د انځورګرى کار پيل کړ.
حسينې ساپۍ په داسې حال کې چې د باختر آژانس د رييس نجيب الله شينواري او د دغه وزارت د پاليسۍ او پلان د رييس عبدالمقيم افغان له خوا يې ملګرتيا کېده؛ د دې هنري ډلې د کار بهير وکوت او د ځينو انځورونو د رنګولو په کار کې يې هم ونډه واخيسته.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د دې ترڅنګ چې د «هنرسالار» فرهنګي بنسټ د کاري ډلې فعاليتونه وڅېړل؛ ويې ويل چې دغه وزارت د روان کال تر پاى پورې د فرهنګي پروګرامونو په جوړولو سره د انځورګرۍ، رسامۍ، خطاطۍ، شعر، تياتر، موسيقۍ، سينما او نورو هنرونو له لارې د ټولنيزې سولې فرهنګ رواجوي.
حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو وګړنى وزارت دى او بايد د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب وکړي او په همدې اساس هڅه شوې ده چې د هېواد د هر ولايت د ځانګړو دودونو او فرهنګي ارزښتونو ودې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
دغه راز د «هنرسالار» فرهنګي بنسټ مسوول اميد شريفي، د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه بنسټ شپږ کسيزې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ، د دغه وزارت په شاوخوا دېوالونوکې د هېواد د تاريخي آبداتو د انځورګرى کار پيل کړى دى.
هغه زياته کړه چې د دغو انځورګريو لړۍ د دې ډلې د غړو په همکارۍ د هېواد د ولايتونو په بنسټونوکې هم دوام لري.
