حسينه ساپۍ: د رسنيو د کارکوونکو ارزښتناکې نظريې به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې ځاى کړاى شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۹:۳۷
حسينه ساپۍ: د رسنيو د کارکوونکو ارزښتناکې نظريې به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې ځاى کړاى شي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د رسنيو د عالي شورا ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په ناسته کې د رسنيو د کارکوونکو او د نظر خاوندانو د هغو پيشنهادي نظريو په اړه چې څه موده مخکې، د ټوليزو رسنيو پاليسۍ  د مسودې په اړه په جوړه شوې مشورتي غونډه کې وړاندې شوې وې، خبرې وشوې.
په ناسته کې د رسنيو د عالي شورا غړو د دغو پيشنهادي نظريو له لازمې څېړنې وروسته د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې پرېکړه وکړه چې ارزښتناکې نظريې چې د دغې پاليسۍ د بډاينې سبب کېږي او د هېواد د قوانينو پرخلاف نه وي؛ له هغو څخه به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې استفاده وشي.
دغه راز حسينې ساپۍ څرګنده کړه چې د رسنيو د کارکوونکو او د نظر خاوندانو ارزښتناکې نظريې به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې ځاى کړاى شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ: رسنۍ بايد هلې ځلې وکړي چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې په پام کې ونيسي او د هغه څه له خپرولو ډډه وکړي چې د هېواد د قوانينو پرخلاف دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS