جوزجان کې د (خاتمالانبیا سیرت) د کتاب سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۱۲۰۰ تنو ځوانانو تر منځ د (خاتمالانبیا سیرت) تر عنوان لاندې کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پايلې يې اعلان او د سیالۍ مخکښ ګډونوالو ته د بېلابېلو ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیفالدین معتصم د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم سیرت مطالعه او پیژندنه د نوي نسل بنسټیزه اړتیا وبلله او تاکید یې وکړ؛ په داسې شرایطو کې چې د ځوان نسل افکار په تیزۍ سره د مجازي فضا تر حملو لاندې دي، کتاب په ځانګړې توګه دیني او د سیرت اړوند کتابونه ته بیا ګرځېدنه د ټولنې د افکارو د سلامتۍ ضامن ګرځېدلای شي.
همداراز د جوزجان ولایت د امربالمعروف و نهیعنالمنکر رئیس مولوي محمد یاسین وقاص د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د سیرت د پوهېدو ارزښت په بیانولو سره وویل: د نبوي سیرت مطالعې کول د اخلاقو پیاوړتیا او د ځوانانو د ژوند تګلارې ټاکلو لامل ګرځي او زیاته یې کړه، چې د نبوي سیرت مطالعه د عصر په تیارو کې یو رڼا ده.
ګډونوالو ځوانانو د دې سیالۍ له جوړوونکو څخه مننه وکړه او دا یې د پوهې او معنویت پر لور د نوې هڅو پیل وباله.
د یادونې وړ ده، چې مخکښو ګډونوالو ته لپ ټاپ کمپيوټر، ځیرک موبایل، بایسکیل، او ځینې نورې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۷/۱/۱۴۴۷ هـ ق
