تخار کې د ورځپاڼو لوستلو او مطالعې دود غښتلي کولو په موخه یو ورځنی پروګرام جوړ شو
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ورځپاڼو لوستلو او مطالعې دود غښتلي کولو په موخه د دې ولایت په عامه کتابتون کې یو ورځنی پروګرام جوړ شو، چې پکښې د ځایي امارتي ادارو مسؤلینو، یو شمېر خبریالانو، استادانو او زده کړیالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د ورځپاڼو لوستلو او مطالعې کولو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ټولنیزو یا مجازي رسنیو په رامنځته کېدو د ځوانانو او ورځپاڼو ترمنځ واټن رامنځته شوی او اړتیا ده، چې ځوانان په بېلابېلو برخو کې د معلوماتو د زیاتوالي په موخه د ورځپاڼو لوستلو ته مخه کړي.
د سیمای مهر راډيو تلویزیون استازي د غونډې ګډون کوونکو ته وویل چې په نورو هېوادونو کې ورځپاڼې د پیسو په بدل کې پلورل کېږي، خو زموږ په هېواد کې ولسونه کولای شي، چې ورځپاڼې له اړوند ادارو څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي او دا زموږ د ولسونو لپاره لوی امتیاز هم دی.
یو شمېر ګډون کوونکو د مطالعې او ورځپاڼو لوستلو ارزښت ته په اشارې وویل: هغه ځوانان چې له مطالعې کولو څخه غفلت کوي، د ژوند په ترڅ کې به له ګڼو ستونزو سره مخ شي او باید د مطالعې دود بیا غښتلی شي.
۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ. ق
