تخار کې د مسلکي خبریالۍ د مهارتونو د پیاوړتیا درې ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د کلید راډیو له لوري د محلي دولتي او خصوصي رسنیو ۱۵ تنو خبریالانو ته د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام تالقان ښار کې جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري د یاد پروګرام د پرانېستې پر مهال وویل: رسنۍ او مطبوعات د عامه ذهنیتونو روښانه کولو او د ټولنیزو واقعیتونو په انعکاس کې مهم رول لري او د نظام او ملت ترمنځ د ارتباط پُل ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړه؛ د دغه ډول سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو جوړېدل د خبریالانو مسلکي پوهه لوړوي او هغوی ته د کره او بېطرفه خبر رسونې په برخه کې اسانتیاوې برابروي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس له خبریالانو وغوښتل، چې د بهرنیو مغرضو رسنیو بېاساسه اوازو ته غوږ ونه نیسي او د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ او دیني اصولو مطابق عمل وکړي.
فخرالدین قاريزاده چې د کلید راډیو خبریال او ټرینر دی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل: د محلي خبریالانو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د هغوی د کاري ظرفیت لوړولو په موخه يې دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام جوړ کړی دی.
۱۴۴۶/۹/۱ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۱ ل