تخار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناسته وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۱۵
۲۳

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د ياد رياست د رئيس مولوي ذبيح الله انصاري په مشرۍ، د خبريالانو د اتحاديې د رئيس سید منیر هدف، د رسنيو د مسؤلينو او خبريالانو په شتون کې د همغږۍ ناسته وکړه.
 د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله انصاري وويل: خبريالان د ټولنې او دولت د سترګو او ژبې حیثیت لري، د عامه افکارو په روښانولو کې مهم رول لري، د رسنيو مسؤلين او خبريالان په خپلو مثبتووړانديزونو او انتقادونو دولتي مسؤلين خپلو کارونو ته متوجه کوي او د بهترين فعاليت په طرف يې سوق کوي، نوموړي له خبريالانو وغوښتل چې د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سم خپل فعاليتونه ترسره کړي.
 ورپسې د خبريالانو د اتحاديې رئيس سید منير هدف او د رسنيو مسؤلينو خپلې ستونزې شريکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۰۳/۵/۱۰ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۳۱ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS