تاريخي آثار د هېواد د پېژندنې سرچينې دي

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۲۴
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خيرخواه د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره د ليدنې په ترڅ کې وويل: تاريخي آثار د هېواد پېژندنې سرچينې دي.
تېره ورځ د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج معزالدين احمدي د تاريخي آثارو د ساتنې او قاچاق د مخنيوي په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه سره د وزارت مقام کې ليدنه وکړه.
ملا خير الله خيرخواه وويل: د افغانستان اسلامي امارت د تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې پوره پاملرنه کوي او د هغو خلکو پر وړاندې چې تاريخي اثار قاچاق کوي او خپل سرې کيندنې کوي، جدي چلند کوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج معزالدين احمدي وويل: بدخشان د هېواد يو له لرغونو ولايتونو څخه دی چې ۵۰۰۰ کلن تاريخي قدامت لري، ياد ولايت ډېر شمېر تاريخي آبدې او اثار لري چې تر دا مهاله ټولې نه دې کېندل شوې، د لرغونو ځايونو کېندنې لپاره مسلکي اشخاصو ته اړتيا ده چې په پوره پاملرنې او مسلکي ډول يې راوسپړي.
نوموړي د بدخشان ولايت د ۱۷ لرغونو آبدو د کشفولو په اړه هم معلومات شريک کړل او سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه ته يې ډاډ ورکړ، چې د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين د لرغونو آثارو او آبدو په ساتنه کې مسؤلانه چلند کوي، نوموړي زياته کړه چې د بدخشان ولايت په سرحداتو کې د قاچاقبرانو موجوديت او د محافظينو د نشتون له امله ددې احتمال شته چې د تاريخي اثارو قاچاقبران په ډاډه زړه ياد اثار قاچاق کړي.
   د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو آثارو او آبدو د ساتنې خبره په داسې مهال کوي چې د اسلامي امارت له حاکميته تر دې مهاله د لرغونو آثارو څو تنه قاچاقبران په سرحدونو کې د قاچاق پرمهال د امارتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
۱۴۴۵/۶/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۰ هـ ش
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

BACK TO NEWS