بیهقي د کتاب خپرولو رياست کې د کتاب نړيواله ورځ ولمانځل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۳۵
.....

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بيهقي د کتاب خپرولو رياست ( ۲۳ د آپريل ) د کتاب نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.

ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلينو، د خپرندويه ټولنو غړو، د مطبعو استازو، ليکوالانو او د رسنيو استازو ګډون درلود، چې د قرانکريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د بيهقي کتاب خپرولو رياست د چاپ او خپراوي آمر حميد الله وياړ وويل: بيهقي د کتاب خپرولو رياست د خصوصي خپرندويه ټولنو په همکارۍ د کتاب د نړيوالې ورځې لمانځغونډه برابره کړې ده، نوموړي زياته کړه؛ د کتاب ارزښت له دې څخه معلوميږي، چې الله تعالی خپل استازي هم د نړۍ د خلکو د هدايت لپاره له کتابونو سره راليږلي دي، د ننۍ نړۍ بیساری پرمختګ د کتاب له امله دی، بیهقي د کتاب خپرولو رياست په تېر کال کې د کتاب د ارزښتمن کولو او مطالعې ته د خلکو د هڅولو په موخه د کتابونو يوولس مرکزي او ولايتي نندارتونونه جوړ کړي دي، همدا ډول يې ګڼ شمېر ديني، فرهنګي او سياسي کتابونه چاپ کړي دي.

د ښاغلي وياړ په وينا: کتاب خپرونکي دې په بنيادي مسايلو د څيړنو کتابونه چاپ کړي، او د کتابونو لپاره دې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه (ISBN)  نمبر ترلاسه کړي، تر څو يې د کتاب د کاپي رايټ حقوق خوندي وي.
 
ورپسې د خصوصي خپرندويه ټولنو په استازيتوب سيد عبدالله پاچا، د ليکوالانو په استازيتوب استاد سید احمد سعيد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور دوکتور نظام الدين شایق او د ياد وزارت د کاپي رايټ آمر مفتي عبدالحق حماد هم په نوبت سره د کتاب پر ارزښت خبرې وکړې.

همدا راز د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو ته د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د کتابونو ډالۍ وويشل شوې او غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴   هـــ ل
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فاریاب کې (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له لوري، د یو شمېر سیمه‌ ییزو ادارو د مسؤولینو په شتون کې ۲۵۰ تنو ځوانانو ته (د اسلامي نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو. . .

BACK TO NEWS