بنو کې د قرآنکریم فضیلت په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۰
,,

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري بنو ولسوالۍ کې د قرآنکریم اهمیت، فضیلت او قرآنکریم د مسلمانانو په ژوند کې د هدایت کوونکي رول په اړه علمي سیمینار وړاندې شو.
په دې سیمینار کې لسګونو تنو دیني علمای کرامو، قومي مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: قرآنکریم د پیغمبر (ص) تر ټولو لویه معجزه دی، چې د بشریت د هدایت لپاره نازل شوی او د قرآنکریم د لارښوونو څخه پیروي کول د انسان د دنیا او اخیرت سعادت او نیکبختیو لامل کیږي.
نوموړي زیاته کړه، مسلمانان باید د قرآنکریم د لارښوونو او مفاهیمو څخه په ښه درک کولو سره دا په خپل فردي او ټولنیز ژوند کې عملي کړي، ترڅو له ایمان څخه یو باخبره ټولنه جوړه شي.
د سیمینار په لړ کې یو تن دیني عالم په قرآنکریم د عمل کولو او تلاوت کولو فضیلت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مسلمانانو لپاره قرآنکریم د هدایت او رحمت سرچینه ده او په لارښوونو یې عمل د فرد او ټولنې د اصلاح لامل کیږي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د ځوانانو لا ښه پوهاوي په موخه د ورته علمي او دیني سیمینارونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۹/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

بلخ کې د ګرځندوی جاذبو او تاریخي آبدو د پیژندنې سیمینار او د انځورونو نندارتون ترسره شو.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو او ګرځندوی جاذبو د پیژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه، د بلخ ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا کې د شمالي ولایتونو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو د اتحادیې په ګډو همکاریو په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د خصوصي او حکومتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

خوست او هلمند ولایتونو کې مشاعرې ترسره شوې

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د جهادي ادب او ترنم د ستورو د خدمتونو د درناوي په موخه مشاعره ترسره شوه او همدارنګه د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS