بلخ کې له فرهنګیانو، شاعرانو او د ادب مينه والو سره ادبي بنډار وشو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۴۰
بلخ

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د بلخ ولسوالۍ په نه ګنبد ( حج پياده ) تاريخي آبدې ته څيرمه له فرهنګیانو، شاعرانو او د ادب مينه والو سره ادبي بنډار وکړ.
په دغه ادبي مجلس او مشاعره کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني،ګڼ شمېر دولتي مسؤلينو، علماء کرامو، قومي مشرانو، شاعرانو او ځوانانو ګډون درلود.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني خبرې وکړې او د دا ډول ادبي بنډارونو او مشاعرو جوړول يې د شاعرانو او ځوان نسل د فکري ودې په برخه کې مؤثر یاد کړل او ژمنه یې وکړه، چې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست به دې ته ورته نورې برنامې جوړوي او د خپل ادب او فرهنګ د بډاینې لپاره به کار کوي.
 نوموړي د سیمې له خلکو او ځوانانو وغوښتل، چې خپل ادب او کلتور ته پاملرنه وکړي او په ځانګړې توګه له شاعرانو او لیکوالانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په خپلو ادبیاتو او لیکنو کې داسې مفاهیم وکاروي، چې د ولسونو د اتحاد، د ټولنې د رفاه او ځوانانو ته د همپالنې روحیه ورکړي او  تر څنګ یې د افغانستان اصلي فرهنګ او افغانیت په داسې ډول په ادبیاتو کې وکاروي، چې د تاریخ په توګه راتلونکو نسلونو ته په میراث پاته شي.
وروسته په آزاده مشاعره کې مولوي نعمت الله لېوني، مولوی صاحب جلالي، عطامحمد ساهو، حافظ حنظله بلخي، مولوي محمد نعیم سعیدي، مولوي عبدالستار بلخي، ځوانانو، شاعرانو او د ترنم بلبلانو خپلې ترانې او شعرونه زمزمه کړل.

١٤٤٦/١/٢۹ هـ ق
١٤٠٣/٥/١۴ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ له تاریخي او سياحتي سیمو څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان د یو پلاوي په ملتیا د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ د سیلانیانو پر مخ د پرتو ستونزو د ارزونې په موخه د دې ولسوالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي ریاستونو د اجرائیه مدیرانو لپاره دری ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

شنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذوالحجه الحرام ۲۴ نېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او ادارې چارو معینیت اړوند د کارکوونکو چارو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د. . .

BACK TO NEWS