بغلان کې د قرآنکریم د  حافظانو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۳:۲۷
.....

پنجشنبه ( ۲۳ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري د قرآنکریم د حافظانو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور  رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: له دې ناستې څخه موخه د بغلان ولايت د مرکز او ټولو ولسوالیو د قرآنکریم د حافظانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کول دي، تر څو د حُسن قرآت او نورو دیني برنامو د ترسره کولو پر مهال خپل لیدلوري سره شریک کړي او د برنامو د ښه ترسره کېدو په موخه سره همغږي شي.
نوموړي زیاته کړه؛ په نژدې راتلونکې کې به د بغلان حافظانو لپاره د همغږۍ یوه کمېټه هم جوړه شي، تر څو د دیني خپرونو د جوړولو پر مهال په لرې پرتو سیمو کې له حافظانو سره همغږي وکړي او په خپلواک ډول د حافظانو د استازولۍ مسؤلیت پر غاړه واخلي.
د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وویل: هڅه یې دا ده چې د دغه ډول ناستو په ترسره کولو سره د ټولو دیني عالمانو او په ځانګړي ډول د قرانکريم د حافظانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او اړیکو د جوړولو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS