بغلان کې د رسنیزو فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د رسنیو او خبریالانو سره ګډه غونډه ترسره شوه
نن چهارشنبه ( ١٤٤٥/٢/١٣ هـ ق) د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لوري د خبریالانو د ولایتي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
بغلان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت په غونډه کې وویل: په یاد ولایت کې د خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې او ورسره د اطلاع رسونې برخه چټکه او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک کېږي.
ورپسې د خبریالانو په استازیتوب محمد حارث سیار د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزې د پام وړ وبللې او د حل غوښتنه یې وکړه.
همدا رنګه د خبریالانو په استازولۍ راز محمد راز وویل: په دې ولایت کې ورځ تر بلې خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې د پام وړ هڅې شوې، اوس دوی ته پر وخت خبري مواد په واک کې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دغه ولایت کې د رسنیزو فعالیتونو پراختیا او د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزو حل ته ژمن یو، چې د امکاناتو په موندلو سره به یې حل کړو.
